Humanitarianresponse Logo

AFGHANISTAN: Humanitarian Response Plan (2018-2021) June 2020 Update - One Pager_Pashto

افغانستان ته د کوېډ-۱۹ راتګ میلیونونه خلک له داسې ترینګلي حالت سره مخ کړي چې سربېره پر دې چې دوی د غریبۍ، پېښو او جګرې نه کړیږي، اوس له دې مرګونې وبا سره هم لاس او ګرېوان دي. په پراخه کچه د خوړو نه خونديتوب او مخ په ډېرېدو خوارځواکي اوس د میلیونونو خلکو ژوند کواښي. د هېواد درېمه برخه د خوړو شدید نه خوندیتوب سره مخ ده چې له هغې ډلې ۴ میلیونه خلک یې د خوړو نه خودیتوب بېړنۍ کچې سره مخ دي – چې دا په نړۍ کې ډېرې لوړې شمېرې دي. د خلکو کړاو د اوږدې بېوزلۍ او پر خپلو پښو د بیا درېدو د امکاناتو لارو نه شتون له امله هم اوږدېږي. 4.1 میلیون خلک په کور دننه بېځایه دي او ډېر پورونه یې نه پرېږدي چې له دغو پرله پسې پېښو سره مبارزه وکړي او په خپلو پښو ودریږي.

د ۱۴ میلیونو اړمنو خلکو له ډلې چې بشري او د خوندي پاتې کېدو مرستو ته اړتیا لري، بشري ادارو په ۲۰۲۰ کال کې 11.1 میلیون خلکو ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره لمړیتوب ورکړی چې مالي اړتیاوې یې ۱.۱ ملیارده ډالره کېږي. په داسې حال کې چې د هېواد څه باندې ۹۰ سلنه خلک د بېوزلې کرښې نه لاندې ژوند کوي، کوېډ-۱۹ دغه شته جدي بېوزلي لا نوره هم سختوي. لسګونه میلیونه خلک به د حکومت او پرمختیایی ادارو له خوا ټولنیزو مرستو ته اړ شي، تر څو وکړای شي د دغې وبا د اغېزو نه ځان راوباسي.

Operation(s)/ Webspace(s): 
Organization(s): 
United Nations Office for the Coordination of Humanitarian Affairs
Cluster(s)/Sector(s): 
Original Publication Date: 
15 Jun 2020
Document type: 
Humanitarian Programme Cycle
Coordination hub(s): 
National Level Coordination