Humanitarianresponse Logo

AFGHANISTAN: Summary of COVID-1 Multi-Sector Country Plan (Pashto) | April - June 2020

د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ لپاره د هېواد څوسکتوري بشري پلان – افغانستان
اپرېل – جون ۲۰۲۰
د افغانستان لپاره د کوید - ۱۹ ناروغۍ ته د ځواب ویلو په موخه څوسکتوري ګډ بشري پلان چمتو سوی. دغه پلان ۱۰۸.۱ ملیونه امریکایي ډالرو
ته اړتیا لري تر څو د ټولو کلسترو لخوا ۶.۱ ملیونه خلګو ته عاجلې مرستې ورسوي. دغه پلان د لمړیو دریو میاشتو لپاره لمړنۍ تیارۍ او د مرستو
پلانونه په نښه کوي خو تمه ده چې د وضیعت له بدلون سره سم به په پلان کې اړین بدلونونه راسي. دغه څوسکتوري ګډ پلان د کوید - ۱۹ اړوند
نویو فعالیتونو سربېره، په روانو بشري فعالیتونو د دغې ناروغۍ ممکنه اغېزې هم تشریح کوي او ورسره هغه اقدامات چې د دغو حیاتي مرستو
پر مخ د ممکنه ځنډونو د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نیول شوي هم په کې یاد شوي.
دغه اضطراري پلان به په پیل کې په مشترک ډول په هغو ۲۵ ولسوالیو چي له ایران څخه ډېر وګړي ورته راستانه شوي تمرکز ولري. د دې
برسېره کلسترونو ځیني نورې ولسوالۍ چي د دوی په پروګرامو کې د لوړ خطر سره مخ ګڼل سوي، هم په دغه پلان کې شاملې کړي. دغه پلان
په افغانستان کي د کوویډ- ۱۹ لپاره د صحی غبرګون پلان )چي د روغتیا وزارت او روغتیا نړیوال سازمان لخوا ترتیب سوی( سره همغږی او
متمم دی او د کوویډ - ۱۹ لپاره د نړۍ په سطح د بسپنې راټولولو نړیوالې غوښتنې سره هم مرسته کوي. دغه پلان به چې لګښت یې مشخص دی
په نږدې راتلووکي کې د بشري غبرګون پلان په بیا کتنې کې بنسټیزه ونډه ولري. هغه فعالیتونه چې په دغه پلان کې ورته لمړیتوب ورکړل
سوی، په لاندې ډول دي:
روغتیا – چمتوالی، کنترول او وقایه/مخنیوی
• د کنترول او تجرید/قرنطین ظرفیت لوړول؛ هېواد ته د ننوتو نقطو کې د ناروغانو د پېژندلو او څار ظرفیت لوړول؛ د صحي کارمندانو
روزنه؛ او کارمندانو او خلګو لپاره د رواني روغتیا خدمات
د پاکوالي او حفظ الصحې اړوندو فعالیتونو ډېرول
• هېواد ته د ننوتو نقطو کې د لاس مینځلو اسانتیاوې؛ او د داخلي بیځایه شویو په مېشت ځایو کې صحي او د خوارځواکۍ اړوند فعالیتونه
د الوتنو خدمات
• د بشري ادارو دا وړتیا تر څو متاثره شویو ساحو ته ځانونه ورسوي، په قسمي توګه د ملګرو ملتو په بشري هوایي خدماتو پورې تړلې ده.
همدا ډول د یوه هوایي پول/دهلېز شتون هم د دې لپاره مهم دی تر څو په هېواد کې شته ادارې وکولای شي خپلو چوپړتیاو ته دوام ورکړي.
د کوویډ – ۱۹ د مخنیوي او خپرېدو په اړه پوهاوي زیاتول
• په ټولنه کي د ویرې د کموالي او عملي لارښود لپاره د پېغام رسولو زیاتول تر څو له اوازو او غلطو معلوماتو څخه مخنیوی وسي. د کوویډ-
۱۹ د تماس نیولو مرکز به د پېغامونو شریکولو لپاره هم وکارول سي. » اواز « د خطراتو د تبلیغ لپاره کاري ټیم تشکیل سوې او د
د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ د خطرونو د لا ډېرېدو مخنیوی
• له خطر سره مخ ساحو کي د غذایي توکو وېش او هغه خلګو ته چې عایداتي منابع یې متاثرې سوي وي د معیشت په برخه کې مرستې
برابرول؛ د غذایي توکو د نرخونو او مارکیټو کې یې د شتون څرنګوالي څارل؛ د بشري او تجارتي توکو د وارداتي لارو د خلاصون نه
ډآډ؛ او په خطر سره مخ ولسوالیو کې چېرې چې د خلکو بېوزلي ډېره وي، د خوارځواکۍ د تداوۍ د فعالیتونو ډېرول.
هغو کسانو سره مرستې چې مشخصې اړتیاوې لري او بېوزلي دي
• د مشخصو اړتیاوو درلودونکي خلکو په ګوته کول او سمدستي یې اړوندو مناسبو مرستو ته راجع کول؛ د هغو منفي حل لارو څارل چې
ممکن یې خلک د کویډ - ۱۹ له امله خپل کړي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ضد اړندو مرستو برابرول ځکه د دغه ډول پېښو خطر
د داسې ناروغیو د پراخېدو په وخت کې لوړیږي.
د خپرېدا د مخنیوي د مناسبو لارو په اړوند کار او غږ پورته کول
• له ملي او محلي ادارو سره کار کول ترڅو د خلکو توقیف د ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي د یوې لارې/وسیلې په توګه ونه کارول شي؛
بندیخانو او د کم عمره ځوانانو بند ځایونو کې د ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي په هکله پوهاوی او اړوند اقدامات.
د خلګو د تګ راتګ څار
• له پاکستان او ایران سره په دواړو پولو د خلګو د تګ راتګ باندې د څار دوام.

Operation(s)/ Webspace(s): 
Organization(s): 
Food and Agriculture Organization of the United Nations
United Nations Children's Fund
United Nations Office for the Coordination of Humanitarian Affairs
World Health Organization
Cluster(s)/Sector(s): 
Original Publication Date: 
25 Mar 2020
Document type: 
Other Response Plans (FLASH)
Coordination hub(s): 
National Level Coordination